اذربایجاني چارواکي وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزه او اقتصادي برخه کې د اسانتیاوو له راوستو سره سم د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. د اذربایجان د اقتصاد مرستیال وزیر صاحب محمدوف ویلي چې په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوه، چې روان کال تر دې دمه ۱۵ سلنه نوره هم لوړه شوې ده. محمدوف وايي هېواد یې هیله لري چې دغه اړیکې لا پراخې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه پراختیا و مومي. محمدوف دغه راز ویلي چې د لاجوردو لار د دواړو هېوادونو تجارت ته ډېره مهمه ده او ددې لارې په بشپړ فعالېدو به سوداګري نوره هم پراخه شي.