د سولې د هوکړې په صورت کې هم په افغانستان کې د پياوړو امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا ده. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي، که له طالبانو سره د سولې هوکړه هم رامنځ ته شي، نو بیا هم له ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره قوي امریکایي ځواکونو ته اړتیا لیدل کېږي. د پنټاګون په خبره د داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزې ته لا هم اړتیا ده، نو ځکه په افغانستان کې د امریکايي پوځ د یوې پیاوړې برخې پاتې کېدل حتمي دي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، چې که له افغانستان خپل ځواکونه وباسي، نو بیا به هم یوه پیاوړې استخباراتي ډله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارلو لپاره پرېږدي. بلخوا بیا طالبان ټینګار کوي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې دوی د سولې هوکړې ته تیار دي.



































