ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني او محمد بن سلمان په سیمه کې پر روان وضعیت، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو امنیتي مسایلو خبرې کړې دي. محمد بن سلمان په دې تلیفوني مکالمه کې ژمنه کړې چې د افغان سولې په پروسه کې به خپلې همکارۍ نه سپموي. ولسمشر غني بیا ویلي چې د سعودي بازارونو ته به د افغان توکو صادرات ډېر کړي او د سعودي حکومت په دې برخه کې د اسانتیا رامنځ ته کولو ژمنه کړې ده. ولسمشر غني په سیمه ییز اتصال کې د سعودي عربستان رول هم مهم بللی دی.



































