د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې ددغه ځنګل په احداث سره به نه یوازې دا چې طبعیت ښکلی شي، بلکې لسګونه کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي. دغه ځنګل د بدخشان ولایت پر ۲۰۴۵ هکتاره ځمکه باندې کرل کېږي. تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د پيستو او نورو ځنګلي نباتاتو بوټي کرل شوي دي چې ښه پایله یې ورکړې ده. بلخوا دغه ډول ځنګلونه داسې مهال احداث کېږي، چې دمګړی د هېواد په ډېری ولایتونو کې شته او په ثمر رسېدلي ځنګلونه د خلکو له لوري پرې کېږي او یا د قاچاق وړونکو له لوري نورو سیمو ته لېږدول کېږي.