د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، د ملکي وګړو د تلفاتو د ارزونې کمېټه دې نمایشي فعالیت نه کوي. دغه ډلې تازه د ملي امنیت شورا له رهبرۍ غوښتنه کړې چې نوې جوړه شوې کمېټه دې په جدي توګه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کمولو کې عملي او کوټلي ګامونه پورته کړي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وایي تر دې وړاندې هم ورته کمېټې او هیئت جوړ شوي دي، خو کارونو یې پایله نه ده لرلې او یوازې څو ورځې نمایشي فعالیتونه یې کړې دي. دوی د نوې کمېټې جوړښت ته په ښه سترګه ګوري خو هیله لري چې دغه کمېټه وکړی شي، پر بهرنیو او کورنیو ځواکونو فشارونه راوړي څو په خپلو عملیاتو کې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي. دغه ډلې له طالبانو هم غوښتي چې د ملکي وګړو له کورونو او عامه تاسیساتو دې د ډال کار نه اخلي بلکې ددوی ژوند ته دې پام وکړي.



































