په کابل کې د امریکا سفیر په تازه څرګندونو کې ویلي د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان اړ دي چې قوانینو ته درناوی وکړي او په خپلو فعالیتونو کې له دولتي امکاناتو استفاده و نه کړي. دده په خبره هغه نوماندان چې په حکومت کې دي او که له حکومت بهر، باید له حکومتي وسایلو، امکاناتو، صلاحیتونو او پیسو د خپلو کمپاینونو او یا ټاکنیزو موخو لپاره کار وا نخلي. هغه پر نوماندانو غږ کړی چې د افغانستان ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو کې همکار و اوسي. تر دې وړاندې هم ځينو څارونکو بنسټونو پر ځینو نوماندانو نیوکه کړې وه، چې تر وخت مخکې کمپاین کوي او له دولتي امکاناتو د ټاکنیزو موخو لپاره کار اخلي.



































