د پاکستان او افغانستان ترمنځ اختلافات د امریکا د سولې هڅې زیانمنولی شي. واشنګټن ایکزماینر نشریه وایي په امریکا کې ددفاع او بهرنیو چارو وزارت ځینې مهم چارواکی دا اندېښنه لري چې ښايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانې ناندرۍ د سولې روانې کړې هڅې زیانمنې کړي. د نشریې په باور امریکا غواړي افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړي، خو افغان حکومت لا هم تور پورې کوي چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي او دغه هېواد یې ملاتړ کوي. پاکستان بیا افغان حکومت په پاکستان کې د ځینو وسله والو ډلو ملاتړی بولي. د سرچینې په وینا دغه کشمکش کېدای شي د سولې پر روانو خبرو چې مهم پړاو ته رسېدلې اغېز وکړي. تر دې وړاندې پاکستان ویلي وو، چې دوی له امریکا سره د افغان سولې په برخه کې رښتینی چلند کوي او له همدې امله ددواړو هېوادونو اړیکې هم سره نږدې شوې دي.



































