د هلمند د کرنې ریاست وایي چې د تېرکال په پرتله په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۱۰سلنه زیات شوي دي. چارواکي وایي چې د اټکل له مخې به سږکال په هلمند کې ۹۰ زره مېترک ټنه انګور حاصل شي. د هلمند د کرنې ريیس زلمی الکو وايي چې دا مهال په ۶۴۱۰ هکتاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته او هڅه کوي چې دا شمېره زیاته شي. بڼوال بیا که څه هم د انګورو له حاصلاتو خوښ دي، خو د مناسب بازار او سړو خونو نشتوالي اندیښمن کړي دي. د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وایي تمه لري سږکال به د انګورو له باغونو ۸۹۷۰۰ مېتریک ټنه حاصل ترلاسه شي، چې دا د تیر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي. د دوی په خبره دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسیږي، نو په بیلابیلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.