د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره کتلي دي. دواړو لورو په سیمه او افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې اوغلو ډاډ ورکړی چې دوی د افغانستان د سولې او ثبات په راتګ کې د تل په څېر مرستې او همکارۍ ته تیار دي. صلاح الدین رباني ویلي، چې په دې لیدنه کې یې پر مهمو مسایلو بحثونه کړي دي او د افغانستان د سولې پر موضوع یې د ترکیې همکاري مهمه بللې ده. ترکیې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د سولې په راتګ کې د همکارۍ ژمنه کړې ده او همدا راز یې ټینګار کړی، چې د ناټو په چوکاټ کې به د ترهګرۍ ضد مبارزې ته هم ادامه ورکوي.



































