د قطر دفتر ویاند وايي دوی په میدان وردګو ولایت کې د سوېډن کمېټې د روغتیایي مرکزونو له ورځنیو چارو سره ستونزه نه لري. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، چې طالبان ددغه روغتیايي مرکزونو له ورځنیو چارو سره هېڅ راز ستونزه نه لري، خو په وینا یې په دغه ولایت کې پر ناروغانو او روغتیا پالانو برید ستر جنایت دی. وسله والو طالبانو په دایميرداد کې پر یوه کلینیک د ګډو ځواکونو د برید په غبرګون کې په دغه ولایت کې د سویډن کمېټې د روغتیایي مرکزونو د تړلو امر کړی دی. په دې سره ویل کېږي چې هره ورځ تر شپږ زره پورې ملکي وګړي له روغتیايي خدماتو بې برخې کېږي. د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو هم ویلي چې طالبانو روغتیایي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی دی او له امله یې په دغه ولایت کې روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.



































