امنیتي ځواکونو په بلخ کې دوه ځانمرګي موخې ته تر رسېدو وړاندې وژلي دي. په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي چې ددغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې یې دوه ځانمرګي هغه مهال په نښه کړل چې غوښتل یې پر افغان ځواکونو برید وکړي. د سرچینې په وینا بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې وژل شوي دي. شاهین قول اردو په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه دي ورکړي. ځينې سرچینې بیا وايي چې دغه کسان د خپلو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وژل شوي دي.





























