ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي. ملګرو ملتونو په یوه اعلاميه کې ويلي چې د دې کمېسیون د نوې مشرې له اعلانېدو سره سم غواړي ټينګار وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې به له دې کمېسیون سره د تېر په څېر همکار وي. جمهوري رياست پرون د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ریيس او ٨ کمېشنرانو د بدلون خبر ورکړ. ارګ ددغه بدلونونو د لامل په اړه څه نه دي ویلي. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پر پخواني مشرتابه یوه نیوکه دا هم وه، چې له اوږدې مودې راهیسې پر خپلو دندو پاتې شوي دي خو کارونه یې د پام وړ نه دي.





























