اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، طالبان له یوې خوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي او له بله اړخه له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي چې دا دوه کارونه پر یو ځای ناشوني دي. هغه زیاته کړې که طالبان فکر کوي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به په زور واک ته ورسېږي نو له سره دې غور وکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو وخت رارسېدلی او دغه ډله باید له افغانانو سره خبرو ته حاضره شي.





























