د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د روان میلادي کال شپږ مېاشتنی راپور ښيي، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی لاهم روان دی. په دې راپور کې ۴۵ مورده د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي، چې په دغو پېښو کې حکومت تر ټول ډېر تورن ګڼل شوی دی. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرائیوي رییس نجیب الله شریفي وايي، د تاوتریخوالي په کمېدو سره سره، اوس هم امنیتي تهدیدات په خپل ځای پاتي دي، چې دغه ګواښونه د دې لامل شوي چې ځینې رسنۍ خپل نشراتي پروګرامونه محدود کړي. خو خبریالان د امنیتي ځواکونو د ناسم چلند ترڅنګ، معلوماتو ته نه لاس رسی په کاري ډګر کې له سترو ستونزو شکایت کوي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور په اساس په روان کال کې ۳ خبریالان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي، خو د خبریالانو پروړاندې له خشوت څخه ډک چلند هغه څه دي چې ارقام یې ډېر لوړ ښودل شوي دي.





























