په بلوچستان کې د افغانستان جنرل کونسل وحیدالله مومند وايي چې د ډیکاري د سکرو ډبرو په کان کې د شوې پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي. د بلوچستان ایالتي چارواکو د دغې پېښې د څېړنې لپاره دوه کمېټې جوړې کړي دي. مومند وایي په دې اړه يي د بلوچستان د ایالتي حکومت سره خبرې روانې دي. د کوټې په ۶۰ کيلو میترۍ کې د تېره اونۍ په ډیګاري سیمه کې د ډبرو د سکرو په یو کان کې د چاودنې له کبله نهه افغان کارګران مړه شول. یو تن کاریګر زاهد الله کان چې له دې پېښې ژوندی پاتی دی وايي، چې په پېښه کې مړه شوي ټول کارګران د میدان وردګ اوسیدونکی وو. د پاکستان د مزدورکار خلکو د سازمان مشر سلطان خان ویلي، د پېښې پړه د کان د خاوند او د دولتی ادارې پر غاړه ده. تر دې مخکې هم د پاکستان په کانونو کې ځینې افغان کارګران مړه او ژوبل شوي وو.



































