د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه وايي، چې په میدان وردګو ولایت کې به د دې کمېټې د کلینیکونو فعالیت سر له سبا پیل شي. دې کمېټې ویلي، چې د طالبانو د ګواښونو له کبله یې په میدان وردګو ولایت کې خپل ۴۲ روغتیايي مرکزونه بند کړي دي. د سوېډن کمېټې د پروګرامونو مسؤل ډاکتر خالد فهیم ویلي، چې د دې ولایت قومي مشرانو له طالبانوسره خبرې په دې اړه خبرې کړي او خوشبیني شته چې د شنبې په ورځ به کلنیکونه بېرته پرانیستل شي. د طالبانو له لوري د سویدڼ کمېټې د روغتیايي مرکزونو د بندېدو له کبله د میدان وردګو ولایت شااوخوا ۶ زره اوسېدونکي له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې شوي دي.



































