د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون په جنوبي دروازه کې چاودنې شپږ تنه ووژل او ٢٧ نور يې ټپيان کړل. دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې رامنځته شوه. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د جزيياتو ورکولو پرته وايي چې له دغې چاودنې شپږ مړي او ٢٧ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي. د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې نن کابل پوهنتون کې د قضايي ستاژ او طبي شورا ازموېنې واخيستل شي. د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وويل چې په سيمه کې يو مقناطيسي ماين هم ځاى پر ځاى شوى و، خو پوليسو شنډ کړل. تردې دمه د دې چادونې مسووليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



































