وسله والو طالبانو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په میدان وردګو ولایت کې یې ټولو بندو روغتیايي مرکزونو ته د بېرته فعالیت اجازه ورکړې ده. طالبانو ویلي، چې په میدان وردګو کې ټول هغه روغتیايي مرکزونه چې د سوېډن موسسې لخوا تمویل کیدل د دوی له لوري ورته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده. طالبانو ویلي، دا کار یې یې د سوېډن کمېټې او د خلکو په غوښتنه کړی. طالبانو له هغه وروسته په میدان وردګ کې د سویډن د کمېټې په مرسته چلېدونکي روغتیايي مرکزونه بند کړل چې افغان امنیتي ځواکونو تېره اوونۍ د دې ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د طالبانو د تعقیب په لټه پر یوه کلینیک برید وکړ چې په نتیجه کې یې د کلینیک د ۲ کارکوونکو په ګډون ۴ تنه ووژل شول.



































