د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانان باعزته سوله غواړي، خو که چیرې د سولې روان بهیر د افغان نظام ړنګولو یوه دسسه او د کورنیو جګړو لامل ګرځي پر وړاندې به یې ودریږي. محب ډاډ ورکړی چې افغان حکومت به هېڅکله د افغانستان خلک د یوې “پروژې” قرباني نه کړي. نوموړي ټينګار کړی چې پر خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کېدل د افغان حکومت لپاره تر بلې هرې پروژې او پروسې لومړیتوب لري. حمدالله محب تر دې هم مخکې د افغان سولې په اړه د امریکا د روانو هڅو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې افغان حکومت له دغه بهیر څخه پوره خبرتیا نه لري. هغه څو میاشتې مخکې په واشنګټن کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د سولې په روان بهیر کې د زلمي خلیلزاد پر رول په تندو نیوکو سره وویل، چې نوموړی په دغه پروسه کې شخصي ګټې پالي.



































