په متحده ايالاتو کې مشهور سیاسي مبصر ډایر، په دې وروستيو کې (میرټ هیرالډ)ته په يوه تازه تحليلي ليکنه کې ويلي دي ،چې دوحه کې د امريکا او طالبانو خبرې کاميابې شوې او ژر به امريکا د افغانستان له ۱۸ کلن عذابه ځان خلاص کړي،ډاير ليکي امريکايان ممکن تر اتلسو مياشتو په بشپړه توګه له افغانستان ووځي او د سولې له هوکړې وروسته به افغانستان کې ښکيل لوري په ګډه نوی حکومت جوړ کړي،ډاير ليکي امريکا اوس هم پوره باور او ډاډ نه دی تر لاسه کړی چې طالبانو سره تر سولې وروسته به دغه ملک کې جګړه ودريږي او که به نوي جنګيالي سر پورته کړي، د مقالې ليکوال ويلي امريکا اوس په دې پوه شوې چې افغانستان کې تير ۱۸ کلن ماموريت يې بې ګټې او اوس ژر تر ژره له دې اوږدې خونړۍ جګړې ځان ايستل غواړي.



































