په قطر کې د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې د یوې نیمې اونۍ لپاره ځنډیدلي دي او دواړه غاړې له خپلو مشرانو سره په سلا او مشورو بوخت دي. خو د قطر د غونډې یوشمیر ګډونوال وايي، چې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ اووم پړاو مذاکرات به بریالي وي او ټاکل شوې چې دواړه غاړې د جولاۍ میاشتې په څلورویشتمه نېټه په وروستیو هوکړو د لاسلیک لپاره سره کیني. دوی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په شویو هوکړو کې، د چین، روسیې او فرانسې په ګډون به د یوشمېر نورو هیوادونو د استازو په حضور کې لاسلیکونه وشي. د قطر بین الافغاني غونډې ګډونوال وحیدالله سباوون وايي، دواړه لوري به په یاده ناسته کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو، د ترهګرۍ پرضد د افغان خاورې د نه ګټې د تضمین او په بین الافغاني مذاکراتو موافقه وکړي. خو له طالبانو سره دسولې توافق ته له هیلو سره سره په هیواد کې دتاوتریخوالي زیاتېدو ګڼې اندېښنې هم راپورته کړې دي.



































