پاکستان د کندهار ولایت پر امنیه قومندانۍ برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې دا هېواد په افغانستان کې د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او هیله لري چې دواړه هېوادونه د یو بل تورنولو پر ځای له ترهګرۍ سره په ګډه مبارزه وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وایي، د تورونو سیاست د اړونده ادارو ترمنځ د نږدې اړیکو له لارې د مسائلو د هوارولو لپاره د دواړو هېوادونو د مشرتابه ترمنځ د شویو خبرو د روح پر ضد دي او دا چاره د دې پر ځای چې ستونزې ډېرې کړي نور هیڅ درد نه دوا کوي. هغه زیاته کړې، پاکستان په افغانستان کې د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او هیله لري چې دواړه هیوادونه د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي وو چې د کندهار پر امنیه قومندانۍ برید پاکستان کې پلان شوی وو.



































