د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۱۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی ضیاالدین اکازی وايي چې، هوايي ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړي دي. نوموړی وايي چې په دې هوايي برید کې د یوې مېرمنې په ګډون لس تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو تن بل ټپي دی. نوموړي د ټپي شوي کس روغتیايي وضیعت د اندېښنې وړ ښودلی. اکازي ویلي چې وژل شویو کسانو کې پنځه تنه د یوې کورنۍ غړي دي. حکومتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.



































