امریکایي سناتور لیندسي ګراهام وایي، هیله لري چې ډونالډ ټرمپ په اتلسو میاشتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنه ونه مني. نوموړي هغې مقالې ته په اشارې چې شپږ میاشتې مخکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړوند خپره شوې وه وویل، د افغانانو د یووالي لپاره په یاد هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور اړین دی او دومره ژر باید دا ځواکونه له افغانستانه ونه ایستل شي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې له مخې یې طالبانو په اتلسو میاشتو کې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه او دې راپورونو په هغه وخت کې هم د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیاستوالو غبرګونونه راپارولي وو.



































