بریتانوۍ ټایمز ورځپاڼې د امریکا او طالبانو د سولې خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی دی. مطلب کې راغلي، دا خبرې د سولې تړون ته نږدې کېږي خو باید بېړه ونه شي. ورځپاڼې لیکلي، خبرې د يوې تاريخي هوکړې لور ته سمې شوې دي او طالبان کولى شي د ټرمپ ډېره تکرارېدونکي اصطلاح (ستر بری) د ځان لپاره وکاروي. د ورځپاڼې په باور طالبان اوسمهال د افغانستان ډېره برخه خاوره تر خپل واک لاندې لري او د سولې تر تړون وروسته ښایي بېرته اساسي قانون کې ځینې تغیرات راولي. د ورځپاڼې په وينا په بېړه او بې تدبیره د امريکايانو وتل به افغانستان لا بې ثبات کړي. ورځپاڼه وړاندې کاږي، هغه معامله چې افغانستان بې ثباته کوي د ترسره کېدو ارزښت نه لري او که چېرته دا هېواد د ترهګرۍ له ګواښونو ژغوري نو په ډېر انتظار ارزي.



































