امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د ځينو سرچينو په حواله خبر ورکړى چې ټرمپ به له عمران خان څخه وغواړي، طالبان هر اړخيز او دوامداره اوربند ته چمتو کړي. د سپينې ماڼۍ سرچينو دغه راز ويلي چې په دې ليدنه کې به د قطر د خبرو اترو د پرمختګونو او ژر تر ژره د بين الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په اړه هم خبرې وشي او امريکا به له پاکستان څخه وغواړي چې په دې برخه کې خپل رغنده رول ادا کړي. په ورته وخت کې امريکن انترېست مجلې دې لیدنې ته په اشاره ليکلي، افغانستان د پاکستان او واشنګټن ترمنځ د اجنډا مهمه مسئله ده. د مجلې په وينا دا په دې مانا ده چې د پاکستان ځواکمن پوځ ته به د طالبانو د پنځه وېشت کلن جنګي ماشين په ټولولو کې چې دوى په خپله جوړ کړى او ساتلى، کليدي رول ورکړل شي.



































