له میاشتو راهیسې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي. خو اوس داسې ویل کېږي چې دغه خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي او امریکا غواړي چې دغه مسئله د تل لپاره حل کړي. د دې تر څنګ چې په هېواد کې له طالبانو سره سولې ته هیلې ډېرې شوې دي، خو لا هم دا شکونه شته چې دغه سوله به جګړه ختمه کړي، ثبات به راولي؟ او که نه په هېواد کې به د نورو ستونزو سبب شي. طالبان وايي چې له امریکا سره تر هوکړې وروسته به له افغان لوري سره خبرې پیل کړي، خو تر هغه چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه په افغانستان کې دي، له افغان حکومت سره خبرې نه کوي.
د افغان سولې په اړه تازه نور پرمختګونه هم شوي دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د خپل ماموریت دوام ته یې چمتووالی نیولی دی. له دې چمتووالي یې موخه دا ده چې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرې به له ځنډ وروسته بېرته پیلېږي او په دې خبرو کې به مهم پرمختګونه کېږي. خلیلزاد تر دې وړاندې چین ته سفر کړی و او هلته د چین، پاکستان، امریکا او روسیې له استازو سره یې پر افغان سوه خبرې کړې وې. دوی ټینګار کړی و چې دا لړۍ دې چټکه شي او ژر تر ژره دې بینالافغاني خبرو ته زمینه برابره کړل شي.
زلمي خلیلزاد تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو، چې د افغان سولې په اړه یې د جرمني، هند او ازبکستان له استازو سره کتلي دي. له دوی سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي او دوی هم ډاډ ورکړی چې خپلې همکارۍ به نه سپموي.
بل پلو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به راتلونکې دوشنبه په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري. د رسنیو د راپورونو له مخې، افغان سوله د دغه لیدنې مهمه اجنډا ده. ویل کېږي چې ټرمپ به له عمران خانه وغواړي چې طالبان له جګړې را وګرځوي او دوی و هڅوي چې بینالافغاني خبرې پيل کړي. ټرمپ په دې خبرو کې جدي دی او د امریکايي رسنیو په باور، په پاکستان به دا مني چې نور د طالبانو په ختمولو کې عملي همکاري وکړي. امریکايي رسنۍ وایي، اوس نو پاکستان مجبور دی، هغه طالبان ختم کړي چې کلونه کلونه یې دوی ملاتړ کاوه او پخپله یې روزنه او پالنه کوله.
امریکايي وتلي سناتور لیندسي ګراهام بیا ویلي چې د افغانستان د سولې او له دغه هېواده د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې بېړه نه ده پکار. د ده په خبره، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ته لا هم اړتیا ده او د ټرمپ بېړه به په افغانستان کې د جګړې او نوي بحران سبب شي. هغه ټینګار کړی چې ټرمپ باید په ۱۸ میاشتو کې د سرتېرو د ایستلو خبره چې طالبان یې کوي، ونه مني او په دې توګه دې افغانان د ترهګرۍ په روانه مبارزه کې یوازې نه پرېږدي.
په ورته وخت کې د برېټانیا مشهورې ورځپاڼې ټایمز بیا په یوه مقاله کې لیکلي چې د افغانستان د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي، خو اوس د پوره دقت وخت دی. دغه ورځپاڼې په خپله مقاله کې لیکلي، هغه معامله چې د افغانستان په ګټه وي که څومره هم ورته انتظار وشي، نو ښه ده، خو هغه معامله چې د افغانستان په زیان وي چې څومره بېړه ورته کېږي، دومره خطرناکه ده.
د دې تر څنګ ډېری شنونکي او سیاستوال پر دې باور دي چې امریکا غواړي له افغان جګړې اوږې سپکې کړي، نو ځکه د سولې په مسئله کې بېړه لري. ځینې شنونکي بیا وایي چې په دې حساسو شرایطو کې باید افغان حکومت متوجه وي، ځکه پاکستان هڅه کوي ځان امریکا ته نږدې کړي او باید د دې اجازه ور نه کړي چې د طالبانو پر سر د پاکستان او امریکا ترمنځ پټې معاملې رامنځ ته شي.



































