د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز ۷٥٠٠ کورونو ته د وارداتي برېښنا د وېش چارې بشپړې او پرون برېښنا ورکړل شوه.
ټاکل شوې وه چې د ګردېز ۱۸۰۰۰ کورونو ته په اتو مياشتو کې برېښنا ووېشل شي، خو په ياده پروژه کې د ځينو ستونزو له امله يې چارې شاوخوا اته مياشتې وځنډېدې.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل: «نن(پرون) د ګردېز ښار ۷۵۰۰ کورنۍ له برق نه برخمنې شوې او انشاالله په يو دوو مياشتو کې به همدومره نورې هم له برق نه برخمنې شي او په دويم پړاو کې مو د پنځلس زره نورو کورونو غوښتنه کړې چې برق ورته ووېشل شي».
دغه راز د دغه ولایت اوسېدونکي او ځینې چارواکي وايي، چې مسوول سکټورنه باید په دغه برخه کې له پوره جدیت څخه کار واخلي، څو یې چارې د تېر په څېر بیا ونه ځنډېږي.