د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو باندې ټینګار شوی دی. د راپورونو له مخې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ پنځمه درې اړخیزه غونډه شوې ده. په دغه غونډه کې د درېیو واړو هېوادونو لوړپوړو ديپلوماتانو برخه اخیستې ده او د اړیکو د ښه کولو په اړه یې خبرې کړې دي. چین په دې غونډه کې د افغان سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري مهمه بللې ده او پاکستان هم ژمنه کړې چې په دې برخه کې به خپله همکاري نه سپموي. درې واړو هېوادونو ټینګار کړی چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې کولی شي مثبتې پایلې ولري او په افغانستان او سیمه کې د دایمي ثبات سبب شي.



































