د پوهنې وزارت چارواکي وايي، هېواد کې نژدې لس میلیونه کسان لیک لوست نه شي کولی، چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ پورته دي او د هر کال له تېرېدو سره دا شمېر ډېرېږي. په دغه وزارت کې د لیک لوست زده کړې څانګې مرستیال سردار محمد رحیمي ویلي، تېرو ۱۸ کلونو کې نژدې شپږ میلیونه کسانو د لیک لوست زده کړې پروګرامونو کې ګډون کړی دی. د رحیمي په خبره شمېرې ښيي چې په ۱۴ ولاتیونو کې د لیک لوست کچه په نسبي ډول ښه ده، خو په ۲۰ نورو ولایتونو کې د لیک لوست برخه کې ډېرې ستونزې لا هم شته. نوموړی وايي، حکومت هڅه کوي د ۲۰۳۰ کال له رارسېدو مخکې په ټول هېواد کې د لوستو کسانو شمېر ۷۰ سلنې ته ورسېږي.



































