د هلمند والي ادعا کوي چې بهرني وسله وال د طالبانو په ملاتړ جنګېږي. د هلمند والي، تورن جنرال محمد یاسین ویلي، چې د بهرنیو وسله والو د حضور له امله یې په مارجه ولسوالۍ کې پوځي عملیات پېل کړي دي. دده په وینا د القاعده شبکې بهرني غړي هلمند ته راغلي دي، په مارجه کې یې د خلکو په کورونو کې مرکزونه جوړ کړي دي او له هغه ځایه چرکي عملیات کوي. دده په وینا دمګړی په دغه ولسوالۍ کې عملیات پيل شوي دي او تر تصفیې پورې به روان وي. د هلمند والي وویل چې په مارجه کې په پوځي عملیاتو کې پرمختګ شوی دی. وسله والو طالبانو بیا دا رد کړې چې په لیکو کې یې بهرني وسله وال دي. له طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرو یو مهم شرط دا دی، چې دوی به له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي او ددوی پر وړاندې به ان مبارزه کې هم مرسته کوي.



































