د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي له محکمې برأت واخیست. د درنو جرمونو د عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمه کې د عبدالرزاق وحیدي محاکمه وه. هغه تورن و چې له خپلو وظیفوي صلاحیتونو یې ناوړه ګټه پورته کړې ده او له دې امله په درې کاله بند محکوم شوی و. خو محکمې نوموړي ته برات ورکړی دی او تورونه یې بې بنسټه بللي دي.



































