بهرنیو ځواکونو په لوګر کې د ملي پولیسو پر یوه پوسته هوايي برید کړی دی. د لوګر ولایت ځايي چارواکي وايي چې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو تېره شپه د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عمر اباد پر پوسته هوایي برید کړی دی. د سرچینې په وینا په پېښه کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي چې په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. هغه هم تاییدوي چې برید د غوڅ ملاتړ ماموریت هوایي ځواکونو کړی دی. په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.



































