په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر وایي سره له دې چې افغان حکومت په مالي او اقتصادي برخه کې اصلاحات راوستي خو بیا هم ددغه هېواد اقتصادي وده خورا پڅه ده. ددغه نړیوال بنسټ شپږ میاشتنی راپور ښيي چې افغانستان روان کال یوازې دوه سلنه اقتصادي وده لرلې ده، چې دا به په دغه هېواد کې بېوزلي له منځه یونه سي. سرچینه کاږي چې ناسم امنیتي وضعیت، کړکېچن سیاسي حالت، د ټاکنو او سولې له امله رامنځ ته شوې ګډوډۍ هغه لاملونه دي چې په افغانستان کې یې اقتصادي وده پڅه کړې ده. نړیوال بانک د افغانستان د حکومت اصلاحي پلانونه ستايي خو وایي په دغه هېواد کې یې د ناسم اقتصادي وضعیت په له منځه وړلو کې د پام وړ ګټه نه ده کړې. دغه بانک وايي که اصلاحات همداسې دوام وکړي نو ښایي په راتلونکې کې په افغانستان کې د فقر کچه راټيټه شي. په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هینري کرالي پر حکومت غږ کوي، چې روان سیاسي وضعیت مدیریت کړي، د سوداګرۍ لپاره مناسب چاپېریال رامنځ ته کړي، د ټاکنو له امله رامنځ ته شوی کشمکش له منځه یوسي او د فساد په محوه کولو کې هم کوټلي او عملي ګامونه اوچت کړي.