د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور وایي، پر ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار لګولو له امله ترهګري د کمېدو پر لور روانه ده او د دې کار له بشپړېدو سره به په پوره توګه ختمه شي. نوموړي ویلي، په دې وروستیو کې دې کرښې ته څېرمه د پولیسو او امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي ډېره شوې او د امنیتي ځواکونو د قربانیو له امله به بلاخره د ترهګرۍ جرړې وباسي. غفور دغه راز زیاته کړې، په بلوچستان کې د پوځ په مرسته د حکومت پرمختیایي پروژې دوامداره دي او د دغه ایالت د خلکو د ژوند کچې لوړولو ته پاملرنه زیاته شوې ده. غفور ویلي چې له دې وروسته به ترهګرۍ ځپلو سیمو کې خلکو ته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړی پر ډیورنډ فرضي کرښه د تار لګولو خبره په داسې حال کې کوي چې په وار وار یادې کرښې ته څېرمه افغانانو د پاکستان پر دې کار توند غبرګونونه ښودلي او دا تار یې ټول کړی دی.



































