ویل کېږي چې طالبانو له امریکا سره د محدود شمېر امریکایي سرتېرو پر حضور توافق کړی دی. سره له دې چې وسله وال طالبان د سولې لپاره په خپلو شرایطو کې د بهرنیو ځواکونو پر بشپړ وتلو ټینګار کوي، خو ځینې پاکستاني چارواکي او د چارو شنونکي پر دې باور دي، چې دغې ډلې له امریکایانو سره د محدود شمېر سرتېرو د حضور مسئله منلې ده. د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې مهم پړاو ته رسېدلې دي. دمګړۍ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له امریکایي چارواکو سره پر خبرو بوخت دی. تر خبرو وروسته به قطر ته ځي او له طالبانو سره به خبرو ته ادامه ورکوي.
له دې سره جوخت د پاکستاني پوځ یوه متقاعد جنرال چې د طالبانو له نږدې سره چینو یې معلومات اخیستي وایي، طالبانو له امریکایانو سره د محدود شمېر سرتېرو د حضور مسئله منلې ده. جنرال آصف یاسین ملک د پاکستان دې نیوز ورځپاڼې سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې د سولې پر هوکړې سربېره، د افغان سیاسي اړخونو ترمنځ د قدرت وېش فورموله هم نهايي کیږي او طالبانو په افغانستان کې د محدود شمېر امریکايي سرتېرو له حضور سره هم توافق کړی. نوموړي ویلي: ((طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له محدود حضور سره توافق کړی او د جنورۍ تر میاشتې به له مختلفو افغان سیاسي اړخونو ترمنځ د قدرت د ویش فورمول هم نهايي شي)).
پاکستاني جنرال داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي چې طالبانو ویلي، امریکا باید د سولې او بینالافغاني مذاکراتو لپاره د بهرنیو ځواکونو وتل تر ټولو مهم شرط وبولي. دوی ټینګار کوي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او تر هغه وروسته به دوی بینالافغاني مذاکراتو ته حاضرېږي.
تر دې وړاندې د مذاکراتو په بهیر کې داسې راپورونه خپاره شول، چې امریکایان او طالبان هوکړو ته رسېدلي دي، خو یوازې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش اختلاف موجود دی. امریکایي او نورو غربي رسنیو راپور ورکړ چې طالبان په شپږو میاشتو؛ خو امریکایان په ۱۸ میاشتو کې د ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي. له دې سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې له افغانستانه ځواکونه وباسي او اوس یې هم په دغه هېواد کې د ځواکونو شمېر نیمايي ته راکم کړی دی.
تېره ورځ بیا د امریکا وتلي سیاستوال او سناتور لندسي ګراهام ویلي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بېړه وتل به دلته د یوه بحران سبب شي. ده د ټرمپ پر حکومت غږ کړی و چې له طالبانو سره دې په اتلسو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو د ایستلو خبره نه مني.
د امریکا پوځي سرچینو بیا ویلي چې لا هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا ده. پخپله ډونالډ ټرمپ بیا پر دې باور دی چې له افغانستانه به خپل ځواکونه په بشپړه توګه وباسي، خو پر ځای به یې یوه قوي استخباراتي ډله پرېږدي، چې په سیمه کې ټول مسایل وڅاري. په دې منځ کې افغان حکومت بې دريځه دی. د ملي یووالي حکومت مشران په ټاکنیزو اړو دوړو بوخت دي او د افغانستان دې برخلیک ټاکونکې مسئلې ته یې خاص پاملرنه نه ده کړې.
د سولې عالي شورا بیا وایي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي او دواړه لوري هوکړې ته نږدې شوي دي. د دغې شورا مرستیال عطاالله لودین وایي، دواړه لوري توافق ته نږدې شوي؛ خو طالبان د دغه تړون د عملي کېدو لپاره د نړیوالو ضمانتونو غوښتنه کوي.



































