د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د پنجشیر د اوسپنې کان د سروې کارونه یې بشپړ کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي پرون ازادي راډيو ته وویل، دوی کابینې ته پیشنهاد کړی و چې دغه پروژه داوطلبۍ ته وړاندې او پر یاد کان د یوې لویې پروژې په حیث پانګه اچونه وکړي.
نوموړي وويل: «د دغې پروژې په داوطلبۍ سره موږ کولای شو ډېره پانګه اچونه را جلب کړو. ۳۸ د اوسپنې ویلې کولو فابریکې غواړې په دې برخه کې پانګه اچونه وکړي».
د نوموړي په خبره، پر کورنیو فابریکو سربېره، بهرني پانګه اچوونکي هم غواړي چې په یاد کان کې پانګه اچونه وکړي.
مطفي زیاتوي، بنجشیر په امنیتي لحاظ خوندي ولایت دی، ځکه خو کورني او بهرني پانګه اچوونکي هلته د پانګې اچونې لپاره زړه ښه کوي.