د سولې په اړه د طالبانو د سیاسي او نظامي برخې ترمنځ اختلافات د جګړو د شدت سبب شوي دي. دې هېل نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې د افغان سولې په اړه روان مذاکرات د نورو ستونزو ترمنځ د طالب چارواکو د نظر له اختلاف سره هم مخ دي. د نشریې په باور د طالبانو نظامي برخه پر دې ټینګار کوي چې دوی د جګړو له لارې بریا ته رسېدلی شي، نو ځکه مذاکراتو ته اړتیا نشته، خو سیاسي برخه یې بیا پر مذاکراتو ټینګار کوي او غواړي له امریکا سره خبرې یوې پایلې ته ورسېږي. نشریه لیکي همدا اختلاف ددې سبب شوی چې له خبرو سره هممهاله جګړې هم شدت پیدا کړی. دې هېل وړاندې لیکي د سولې پر وړاندې درې مهم خنډونه شته دي، چې یو یې د طالبانو خپلمنځي اختلاف، د راتلونکي حکومت جوړښت او تر سولې وروسته د طالب وسله والو د ادغام څرنګوالی دی. سرچینه کاږي د مذاکراتو دواړو لورو ته په کار ده، چې ټول مسایل په دقیقه توګه و ارزوي او په دې توګه افغانستان له اوسني اوږده کړکېچ راوباسي.



































