د راپورونو له مخې د هرات په بازارونو کې د الوتکې د ټکټ بیه له ۹۲ ، ۱۷۰ ډالرو ته لوړه شوې. ددغه ولایت یوشمېر اوسیدونکي وایي، چې هوايي شرکتونو په دې ولایت کې د الوتکو د ټکټونو بیه دوه برابره لوړه کړې، خو هیڅوک یې پوښتنه نه کوي. د کابل هرات پر لویه لار نا امنۍ ددې سبب شوې، چې ددې ولایت خلک د ځمکې پرځای د هوا له لارې نورو ولایتونو ته سفر وکړي، خو له دې سره هممهاله د الوتکو د ټکټونو په بیه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د هرات د ولایتي شورا غړي هم د ټکټونو د بیې له لوړوالي شکایت کوي او له حکومت غواړي، چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.