د ټاکنیزو کمیسیونونو غړو یو ځل بیا ټینګار کړی چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کوي. دواړو کمیسیونونو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی ټاکنو ته تیاری روان کړی دی او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت په شفافه توګه ترسره شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ ویلي، یوازې شفافې ټاکنې کولی شي افغانستان له بحران وباسي. د نوموړې په وینا دوی تیار دي چې په هېواد کې شفافې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي. نوموړې زیاته کړې چې ځینې عملیاتي پلانونه او لوایح یې تصویب کړي دي او کارونه په ښه توګه مخ ته روان دي. نورستانۍ ټینګار کوي چې شفافې ټاکنې کولی شي د افغانستان خلکو ته امن او سوکالي راولي.



































