د مشرانو جرګې غړي وایي، چې په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او هغه اندېښنې، چې افغانستان بحران سره مخ کیږي سمې نه دي بلکې همدا اوس په بحران کې دی. سناتوران وايي، د جنګ ناسم مدیریت او ناسمې رهبرۍ له امله هره ورځ لسګونه بې ګناه افغانان او امنیتي ځواکونه وژل کیږي، خو مسولین یې پر وړاندې چوپ دي. دوی وايي، هغه خبر ناسمه ده، چې افغانستان د بحران پر لور روان دی، بلکې همدا اوس په بحران کې دی. سناتوران وايي، اوس په افغانستان کې د خلکو وژل یوه عادي مسله یاديږي او حکومتي مشران په خپلو انتخاباتي کمپاینونو بوخت دي. د ملي شورا غړي د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه داسې مهال اندېښنه څرګندوي، چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت امنیتي پېښې زیاتې شوې او خلک له جدي اندېښنې سره مخ دي.



































