په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، آن د یوه بهرني پاتې کېدل هم په افغانستان کې د اشغال مانا ورکوي او دوی په هېڅ صورت دا نه مني. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و چې، له طالبانو سره تر سولې کولو وروسته به هم یو شمېر ځواکونه افغانستان کې پرېږدي. سهیل شاهین له این بي سي نیوز سره په مرکه کې له احتمالي هوکړې وروسته د امریکا وتل د طالبانو بریا ګڼلې ده. شاهین ویلي، دوی سوله او ازادي غواړي او د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې درلودل یې تګلاره ده.



































