لوګر کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د یوې کورنۍ نهه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. لوګر کې د کوچیانو یو قومي مشر سالم نعیم زوی وایي چې تیره شپه د برکي برک ولسوالۍ دشت خاک سیمه کې بهرنیو ځواکونو د کوچیانو پر یوه کور هوایي برید کړی چې په پایله کې یې ددغې کورنۍ نهه ښځې او ماشومان وژل شوي دي. د لوګر امنیه قومانداني دشت خاک سیمه کې هوایي برید مني او وایي چې له څېړنو وروستو به معلومه شي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي او که وسله وال طالبان دي. یاده دې وي تېره ورځ هم په دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د مرکز پل علم اړوند د عمر اباد پر پوسته هوایي برید کړی شوی وو، چې په پېښه کې څلورو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.



































