د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې مخکې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې افغان جګړه نظامي حل نه لري او باید له سیاسي لارو ختمه کړل شي. ده ویلي پر همدې موضوع چې افغان جګړه له نظامي لارو نه بلکې له سیاسي لارو د حل وړ ده، نن له ډونالډ ټرمپ سره خبرې کوي. عمران خان دغه راز ویلي ده د خپل حکومت په پیل کې ویلي وو، چې افغان جګړه له نظامي لارو نه حل کېږي، خو نن ټوله دنیا په دې باوري ده چې دغه جګړه باید له سیاسي لارو حل کړي. د پاکستان لومړی وزیر به له ټرمپ سره په لیدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړي چې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ جرړې ختمې کړې دي او ددغه پدېدې پر ضد مبارزې ته ژمن دی. پاکستاني چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې حکومت یې اوس هم په سیمه کې د ترهګرو په ملاتړ، پالنه او روزنه تورن دی.



































