د کرنې وزارت اټکل کوي چې په کندهار ولایت کې د تېر کال په پرتله، د انګورو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي پرون ازادي راډيو ته وویل، د وړاندوینو له مخې او دا چې په دغه ولایت کې د انګورو بڼونه زیات شوي، سږ کال به په دغه ولایت کې ۲۷۳ زره او ۶۰ مټریک ټنه انګور تر لاسه شي.
رستمي وایي، دغه وزارت د نورو مېوو په پرتله انګورو ته ښه کورنی او بهرنی مارکېټ لري. نوموړی زیاتوي: «د دې لپاره چې د انګورو ډېره برخه په کارخانو کې په شنو او سرو انګور بدلېږي او دغه شان په تازه ډول هم بازار ته وړاندې کېږي، له کندهاره؛ هندوستان، اماراتو او بېلابېلو ولایتونو ته یې د انتقال ښه زمینه برابره ده».