په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي لویې امپراتورۍ د افغانستان د ختمولو لپاره راغلې، خو پخپله دلته ختمې شوې او افغانستان لا پر خپل ځای دی. عمر زاخېلوال د ټرمپ څرګندونې غیر ديپلوماتیکې بللې دي او پر هغه یې توندې نیوکې کړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، که وغواړي د افغانستان نقشه د ځمکې له مخه ورکولی شي. زاخېلوال پر حکومتي مشرانو هم غږ کړی دی چې د ټرمپ پر څرګندونو غبرګون وښيي. دده په وینا د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې د هغو کسانو لپاره شرم دی، چې د امریکا د مور بم د غورځولو هرکلی یې وکړ او لا هم په کلو او بانډو کې د امریکا پر بمباریو او نورو جنایتونو پټه خوله دي.



































