ملي دفاع وزارت ویلي هغه ادعاوې څېړي چې ویل کېږي په لوګر کې په یوه هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. تېره ورځ د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د لوګر ولایت ځایي چارواکي وايي چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. ملي دفاع وزارت وایي چې دغه پېښه به څېړي او په وینا یې دوی د ملکي وګړو د ژوند خوندیتابه ته ژمن دي. سرچینې پر امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ کړی چې په خپلو عملیاتو کې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي. په دې وروستیو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمنځ جګړې شدیدې شوې چې له امله یې ملکي وګړو ته درنې مرګ ژوبلې اوړي.



































