ملګري ملتونه وایي په لوګر کې د یوه هوایي برید قربانیان ملکي وګړي وو. په افغانستان کې ددغه ادارې مرستندویه دفتر ویلي، لوګر کې د حکومت پلوو ځواکونو په هوايي برید کې نهه ولسي وګړي وژل شوي، چې درې یې ښځې او څلور ماشومان پکې شامل دي. یوناما ویلي، دا برید د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د تېرې یکشنبې په ورځ ناوخته شوی دی. یوناما زیاتوي، د قربانیانو د خپلوانو ملاتړ باید وشي او د ورته بریدونو په اړه دې لا نورې څېړنې وشي. تېره ورځ د لوګر سیمه ییزو چارواکو وویل، برکي برک ولسوالۍ کې هوايي برید اته کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. ملي دفاع وزارت هم نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه به څېړي او پر امنیتي او دفاعي ځواکونو یې غږ کړی چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو د ژوند خوندیتابه ته جدي پاملرنه وکړي.



































