د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په کلکو ټکو غندلې دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې افغان ملت ته ستر توهین دی او پخوانی ولسمشر دا څرګندونې په کلکو ټکو غندي. خبرپاڼه کې د کرزي له قوله لیکل شوي، د ټرمپ له وروستیو څرګندونو داسې ښکاري چې امریکا افغان ملت او انساني کرامت ته هیڅ احترام نه لري. خبرپاڼه کاږي، امریکا دوه کاله وړاندې هم په افغانستان کې د بمونو د مور په استعمال سره وښوده چې دا هېواد د افغانستان ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه ګوري. د خبرپاڼې په ټکو، افغانانو د امریکا او پاکستان د پټو معاملو په اړه له ډېرې مودې راهیسې اندېښنې لرلې او د عمران خان په حضور کې د ټرمپ څرګندونو وښوده چې دا اندېښنې پر ځای دي. خبرپاڼه وړاندې کاږي، امریکا او پاکستان د افغان سولې په اړه پټې معاملې کړې دي او افغانانو ته په کار ده چې په خپل یووالي دا هېواد د پردیو له منګولو وژغوري.



































