د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د ټرمپ د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې، وحشتناکې او غیر شعوري دي. هغه چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، امریکایي ځواکونه د وتلو په حال کې دي، ودې وځي هیچا هم دوی دلته نه دي را غوښتي . نوموړي دغه راز ویلي، افغانان هغه سوله نه غواړي چې په پایله کې یې یو ځل بیا د پاکستان ګوډاګیان واک ته ورسېږي. سپنتا د خپلو خبرو پر دوام ویلي، ټرمپ باید په دې پوه شي چې د امریکا تر کشف مخکې لا افغانستان تمدونونه روزلي دي، نو دا نه ورانېدونکی هېواد دی او هیڅوک دا توان نه لري چې دا ملت د ځمکې له سره محوه کړي.



































